
PTM Dir Official
February 12, 2025 at 06:17 PM
شمالي وزیرستان: د ډرون برید—پینځه کلن ماشوم سخت ټپي شوی.
نن د شمالي وزیرستان د مچي خېل کلي فضا د ډرون برید غږ ولړزوله، چې د اختر نواز په نوم د یو کس پر کور بم راوغرزول شو. په دې وحشیانه برید کې یو پینځه کلن ماشوم سخت ټپي شوی، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي.
د دې پېښې خبر په سیمه کې سخت غبرګونونه راپارولي دي، او خلک پوښتي: د ماشومانو وینه تويول څه ډول انصاف دی؟
د سیمهییزو خلکو په وینا، دا ډول بریدونه د عامو خلکو ژوند ته مستقیم ګواښ دی، او دوی له نړیوالو بشري سازمانونو غواړي چې ژر تر ژره دا وحشت ودرول شي.
ایا د بېګناه ماشومانو ژوند دومره بېارزښته شوی؟
دې پېښې یو ځل بیا دا پوښتنه راولاړه کړې چې د شمالي وزیرستان خلک ولې د داسې بریدونو قرباني کېږي، او ولې د دوی چیغې څوک نه اوري؟
#pashtunlivesmatter
#stoppashtungenocide

😢
2