
PTM Dir Official
February 12, 2025 at 06:50 PM
د ژوب پریس کلب مخې ته د سياسي بنديانو د خوشې کولو لپاره احتجاجي لاريون ترسره شو.
ژوب – د ژوب پریس کلب مخې ته د پښتون تحفظ مومنټ، پښتونخوا نشنل عوامی کوند، عوامي نېشنل ګوند، او نیشنل ډیموکریټک موومنټ له خوا احتجاجي لاريون وشو.
لاریون کوونکو د علي وزیر، ملک نصیر کوکي خېل، حاجي صمد لالا، حقیار محسود، او مصطفی پښتون د غیر قانوني زندانې کولو پر ضد خپل غږ پورته کړ.
د لاريون ګډونوالو د عدالت غوښتنه وکړه او د یادو سیاسي فعالانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه یې وکړه.
ویناوالو پر حکومت او ادارو غږ وکړ چې د بشري حقونو سرغړونو ته دې د پای ټکی کېږدي او د سياسي اختلاف له امله د فعالانو زندانې کول دې ودروي.
لاریون ته ګڼو مشرانو وینا وکړه، چې پکې د یادو ګوندونو استازو د عدالت، د بیان ازادۍ، او د بشري حقونو د خونديتوب پر اهمیت ټینګار وکړ.
ګډونوالو شعارونه ورکول او ویل یې چې دوی به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه جاري ساتي.
یاده مظاهره په سولهییز ډول پای ته ورسېده.
#releasepashtunleaders.
