PTM Dir Official
PTM Dir Official
February 18, 2025 at 03:31 PM
نن په مين بنو ميرانشاه بائي پاس باندي د ايپی قام لخوا دهرنا په پنځمه ورځ هم روانه ده۔ په غونډه کې د شمالي وزیرستان د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر عید رحمان وزیر هم موجود وو. او د حسو خېلو مسکي او حيدر خېلو په څېر د قبيلو خلکو هم برخه اخيستې۔ لاريون د ډرون کمرو پر ضد او د مارټر ګولو پر ضد دی، ځکه هره ورځ په ميرعلي کې ډرون الوتکې پر کورونو بمباري کوي او هلته مېشت پښتانه ټپيان او شهيدان کوي. تيره ورځ په ایپي کلي کې دوه ماشومان مدرسې ته روان وو چې د ډرون لخوا پرې بم وغورځول شو چې له امله يې يو ماشوم سخت ژوبل شو. لاريون به تر هغه دوام وکړي، څو چې دولت يې غوښتنې ونه مني. #pashtunlivesmatter
Image from PTM Dir Official: نن په مين بنو ميرانشاه بائي پاس باندي د ايپی قام لخوا دهرنا په پنځمه و...

Comments