
PTM Dir Official
February 21, 2025 at 06:23 PM
..ګټه شـتـه، نـشـتـه تاوان خپله پښتو کې
که درس وايي ماشومان خپله پښتو کې
مـورنۍ ژبې مـکـتـب جاپان کړو ستوری
رسیـدی شـو تـر جـاپـان خپله پښتو کې
فـلـسـفـه ده، کـه کیمیا ده او کـه نور څه
دغـه هـر څـه دي اسـان خپله پښتو کې
پـښـتـنـو! کـه پـه اسلام پـوهېدل غواړئ
تـلاوت کـړئ د قـران خـپـله پښتو کې
زه خـو وایم چـې شي ژبـاړه کـفـر نه دی
دغـه لـمـونځ او دا ازان خپله پښتو کې
اې سـعـوده! روح تڼاکې مې شي یخې
زه چـې واورم یـاقـربان خپله پښتو کې
سعود بنګش
پي ټي ايم کوز دير کوارډينيټر سجاد پشتون د مورنيو ژبو نړيواله ورځ په مناسبت راجوړه شوي غونډه کې.
#ptmdir
#internationalmotherlanguageday
❤️
3