🏞️𝗚𝗥𝗜𝗘𝗙’𝗦 𝗚𝗔𝗥𝗗𝗘𝗡❤️🩹
February 20, 2025 at 05:52 AM
جوړه زندګۍ راسره ورانه شوه
ژؤنده ګوزاره درسره ګرانه شوه
عقل ته مې زړۀ په ننواتي ځي
طبعه مې په خپلو کړو پښيمانه شوه
زلفو کې دامونه افلاطون تړي
ما ته ليونۍ ما ته نادانه شوه
هسې په درواغو يې خپل کړی وم
نۀ راپسې مړه شوه نۀ قربانه شوه
😢
1