د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف
د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف
February 10, 2025 at 12:19 PM
د پوهنې وزارت: د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست له لوري د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ، تخار، بغلان، کندز او سمنګان ولایتونو د پوهنې آمرینو د وړتیاوو لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ جوړ شو. د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل او د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني ګډون درلود. د پوهنې وزارت او د ازموینو ملي ادارې مسئولینو د پوهنیز نظام د پرمختګ، متوازن تشکیلاتو، د کیفیت او امانتدارۍ پر اهمیت خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د زده کړو مهارتونو د اعظمي ګټې اخیستنې سپارښتنه وکړه.
Image from د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف: د پوهنې وزارت:  د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست له لوري د کابل، ننګرهار...
❤️ 👍 17

Comments