
د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف
February 11, 2025 at 07:19 AM
د پوهنې وزارت:
پوهنې وزارت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۴۴ مېلیوته افغانیو په لګښت د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د چتلي لیسې لپاره دوه بابه ودانۍ جوړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ښوونځي دغه ودانۍ ۲۴ درسي ټولګي، دوه لابراتوارونه، دوه کمپیوټري عصري خونې، د پاکو اوبو ذخیره، دوه څاه ګاني، احاطوي دېوال، د لمریزې برېښنا سیسټم، ۸۴۰ سېټه مېز ـ څوکۍ او یو شمې نور اړین ملحقات لري، چې په رغولو سره یې ۲۵۰۰ تنه زده کوونکو لپاره د زده کړو اړین چاپېریال برابر شو.

❤️
👍
9