د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف
د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف
February 12, 2025 at 01:02 PM
ازموینو ملي ادارې لخوا د پوهنې وزارت اړوند ښوونکو او اداري کارکوونکو د ازموینو بهیر د دریم پړاو لپاره، په یوولسو ولایتونو کې ګډونوالو ته کارتونه ووېشل شول او بایومتریک معلومات یې ثبت شول. په دې بهیر کې (ننګرهار، پکتیا، لغمان، نورستان، فراه، نیمروز، بادغیس، هلمند، ارزګان، خوست او کندهار) ولایتونه شامل دي. د ازموینو ملي ادارې ممتحن پلاوو او تخنیکي ټیمونو په ټولو اړوندو ولایتونو کې، د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د کارتونو د وېش او بایومتریک معلوماتو د ثبت لړۍ منظم ترسره کړه. ټاکل شوې چې سبا پنج‌شنبه او بل سبا جمعه (د سلواغې ۲۵ او ۲۶) په دې ولایتونو کې ازموینه واخیستل شي. یادونه باید وشي چې د پوهنې وزارت لپاره د ښوونکو او اداري کارکوونکو ازموینې په څلورو پړاوونو کې تنظیم شوې دي. دا پروسه په نورو ولایتونو کې بشپړه شوې، او د دریم پړاو له بشپړېدو وروسته به وروستۍ ازموینه په کابل کې هم ترسره شي.
❤️ 👍 😂 19

Comments