د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف
د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف
February 12, 2025 at 03:56 PM
د پوهنې له ډګره لنډ او کره خبرونه ورځ: چهارشنبه نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۳ ق ـــ ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ ل ▪د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل را په دېخوا، د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست سره د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې له لوري، په ټولیزه توګه ۴۳ مېلیونه ۳۳۳ زره ۸۳۴ افغانۍ مالي مرسته شوې ده. د پوهنې مسئولینو په وینا، ذکر شوې پیسې د یاد ولایت په ۷ ولسوالیو کې د ښوونیزو مرکزونو په جوړولو لګول شوې دي، چې پکې د احاطوي دیوالونو جوړول، لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبول، څښاک پاکو اوبو څاګانو کیندل، اړین ملحقات، او نورې تعلیمي اړتیاوې شاملې دي. د پوهنې وزارت مشرتابه، د ښوونیزو ملاتړو ادارو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي. ▪د روان (۱۴۰۳) لمریز کال له پیل راهیسې، د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ علم پروره خلکو، د یادې ولسوالۍ نور المشایخ لېسې سره د یو مېلیون ۳۷ زره ۱۸۱ افغانۍ مرسته کړې ده. یادې پیسې د ۶ درسي خونو سره د نوې ودانۍ رغولو، د لېسې شاوخوا احاطوي دېوال جوړولو، لمریزې برېښنا سیسټم او د څښاک پاکو اوبو شبکې نصبولو لپاره لګول شوې دي. ▪د پېښور ښوونیزې حوزې لپاره د پوهنې وزارت آتشه الحاج مولوي نورالله «نعمان» په مشرۍ یو پلاوي، د یادې تعلیمي حوزې اړوندو الحاقیه مدارسو له مهتممینو سره وکتل. د خیبر پښتونخوا پوهنې آتشه په دې غونډه کې ومنله، چې د پوهنې وزارت په دې سیمه کې تعلیمي مرکزونو ته ځانګړې پاملرنه کړې او په یاده سیمه کې به د مدارسو او ښوونځيو د پراختیا او پرمختګ لپاره هېڅ راز هڅې ونه سپموي.
Image from د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف: د پوهنې له ډګره لنډ او کره خبرونه  ورځ: چهارشنبه نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۳ ق ـــ...
👍 ❤️ 😂 16

Comments