د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف
د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف
February 13, 2025 at 12:14 PM
د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ فعالیتونه! له شنبې تر پنجشنبې(د ۱۴۴۶هـ ق کال د ۸ میاشتې له ۹ تر ۱۴مې نېټې پورې) ▪د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست له لوري د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ، تخار، بغلان، کندز او سمنګان ولایتونو د پوهنې آمرینو د وړتیاوو لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ جوړ شو. د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل او د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني ګډون درلود. د پوهنې وزارت او د ازموینو ملي ادارې مسئولینو د پوهنیز نظام د پرمختګ، متوازن تشکیلاتو، د کیفیت او امانتدارۍ پر اهمیت خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د زده کړو مهارتونو د اعظمي ګټې اخیستنې سپارښتنه وکړه. ▪د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل را په دېخوا، د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست سره د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې له لوري، په ټولیزه توګه ۴۳ مېلیونه ۳۳۳ زره ۸۳۴ افغانۍ مالي مرسته شوې ده. د پوهنې مسئولینو په وینا، ذکر شوې پیسې د یاد ولایت په ۷ ولسوالیو کې د ښوونیزو مرکزونو په جوړولو لګول شوې دي، چې پکې د احاطوي دیوالونو جوړول، لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبول، څښاک پاکو اوبو څاګانو کیندل، اړین ملحقات، او نورې تعلیمي اړتیاوې شاملې دي. د پوهنې وزارت مشرتابه، د ښوونیزو ملاتړو ادارو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي. ▪د پوهنې له بودیجې څخه، د لوګر ولایت د ښوونځیو لپاره د درې کسیزه مېزونه او څوکۍ ۸۰۰ سېټونه، د ۴مېلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت وپېرودل شول او له پلان سره سم به پر هغو ښوونځیو ووېشل شي، چې د مېزونو او څوکیو له کمښت سره مخ دي. ▪د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې لخوا، د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست سره د ۳۰۵ زره ۷۶۰ ډالرو په ارزښت د زده کوونکو ښوونیزې کڅوړې او د اداري توکو مرسته وشوه. دا کڅوړې، چې هره یوه یې ۱۰ قلمه درسي توکي لري، د ۲۰ تنو زده کونکو لپاره د کارونې پر اساس چمتو او ټاکل شوې، چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم د یاد ولایت پر شاوخوا ۵۰ زره ۵۶۰ تنو زده کونکو ووېشل شي. ▪د پوهنې وزارت د ځانګړي طرحه شوي پلان له مخې، د هېوادوالو لپاره د لا ډېرو ښوونیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، نن ورځ د جوزجان ولایت په مرکز کې له ۵۴۲ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستل شوه. ▪پوهنې وزارت د دایکنډي ولایت اشترلي ولسوالۍ د علم‌دوسته خلکو په مالي ملاتړ د ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د جنګان کلان لیسې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله. یاده ودانۍ ۱۱ درسي ټولګي او ۲ اداري خونې لري، چې په بشپړېدو سره یې د زده‌کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابرشو. ▪پوهنې وزارت د غور ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۴ بابه ښوونځيو، ۲ بابه مدارسو او یو باب دارالحفاظ د بیارغونې پروژې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې؛ د یاد وزارت له بودیجې څخه د ۸ مېلیونه ۵۵۶ زره ۲۱۷ افغانیو لګښت سره په اساسي ډول ترمیم او بیاځلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. ▪پوهنې وزارت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۴۴ مېلیوته افغانیو په لګښت د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د چتلي لیسې لپاره دوه بابه ودانۍ جوړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د ښوونځي دغه ودانۍ ۲۴ درسي ټولګي، دوه لابراتوارونه، دوه کمپیوټري عصري خونې، د پاکو اوبو ذخیره، دوه څاه ګاني، احاطوي دېوال، د لمریزې برېښنا سیسټم، ۸۴۰ سېټه مېز ـ څوکۍ او یو شمې نور اړین ملحقات لري، چې په رغولو سره یې ۲۵۰۰ تنه زده کوونکو لپاره د زده کړو اړین چاپېریال برابر شو. ▪د پوهنې په برخه کې د یوه مرستندویه خیریه بنسټ له لوري، د لوګر ولایت پوهنې ریاست سره د ۵۳ زره ډالرو په ارزښت د درسي او د اداري کېټونو مرسته وشوه. یاد کېټونه به د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم به د یاد ولایت پر ۲۸۷ بابه ښوونځیو ووېشل شي. ▪د روان (۱۴۰۳) لمریز کال له پیل راهیسې، د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ علم پروره خلکو، د یادې ولسوالۍ نور المشایخ لېسې سره د یو مېلیون ۳۷ زره ۱۸۱ افغانۍ مرسته کړې ده. یادې پیسې د ۶ درسي خونو سره د نوې ودانۍ رغولو، د لېسې شاوخوا احاطوي دېوال جوړولو، لمریزې برېښنا سیسټم او د څښاک پاکو اوبو شبکې نصبولو لپاره لګول شوې دي. ▪د پېښور ښوونیزې حوزې لپاره د پوهنې وزارت آتشه الحاج مولوي نورالله «نعمان» په مشرۍ یو پلاوي، د یادې تعلیمي حوزې اړوندو الحاقیه مدارسو له مهتممینو سره وکتل. د خیبر پښتونخوا پوهنې آتشه په دې غونډه کې ومنله، چې د پوهنې وزارت په دې سیمه کې تعلیمي مرکزونو ته ځانګړې پاملرنه کړې او په یاده سیمه کې به د مدارسو او ښوونځيو د پراختیا او پرمختګ لپاره هېڅ راز هڅې ونه سپموي.
Image from د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف: د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ فعالیتونه!  له شنبې تر پنجشنبې(د ۱۴۴۶هـ ق ک...
❤️ 👍 🙏 24

Comments