د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف
د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف
February 16, 2025 at 01:03 PM
د پوهنې له ډګره لنډ او کره خبرونه ورځ: یک شنبه نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۷ ق ـــ ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ ل ▪د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست سره په همغږۍ د ملکي خدمتونو انسټیټوټ لخوا، د مرکزي هستې اداري کارکوونکو ته «د وخت مدیریت» تر عنوان لاندې ۲ ورځنی علمي سیمینار، د یاد وزارت د مسئولینو او کارکوونکو په حضور کې پرانیستل شو. د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس وویل: د وخت مدیریت یو اساسي مهارت دی چې د ورځني ژوند په ټولو اړخونو کې خپل تاثیرات لري. ورپسې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ مرستیال وویل: د دغه سیمینار اساسي هدف په اداري او نورو ښوونیزو برخو کې د منسوبینو د کاري وړتیاوو لوړول دي. ▪د پکتیکا ولایت په اومنه ولسوالۍ کې د پوهنې مینه والو لخوا د یو باب مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو لپاره په موخه ۱.۵ جرېبه ځمکه وقف شوه. ▪په بلخ ولایت کې د ۸۰۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار، د یاد ولایت پوهنې رئیس او یو شمېر مسئولینو په حضور کې پیل شو. د بلخ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد شریف عثماني د یاد سیمینار د پرانیستنې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت مشرتابه له خوا د اغېزمنو پلانونو پلي کولو ستاینه وکړه او د دې سیمینار جوړول یې د پوهنې پرسونل لپاره خورا ګټور وبلل. ▪د ننګرهار عالي لېسې زده کوونکو لپاره د ۲۴۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو سیسټم، د څوتنو ملي سوداګرو لخوا جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
Image from د پوهنې وزارت نشرات ـــ نشرات وزارت معارف: د پوهنې له ډګره لنډ او کره خبرونه  ورځ: یک شنبه نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۷ ق ـــ ...
❤️ 👍 😂 31

Comments