حاجی خیر محمد اسحاق
حاجی خیر محمد اسحاق
February 5, 2025 at 03:45 AM
🔸د آغاخان بنسټ او د اسماعیلیه شیعه مسلمانانو مذهبي ټولنې پرون (د سلواغې ۱۶مه) په یو بیان کې اعلان وکړ چې شهزاده کریم الحسیني څلورم آغاخان او د اسماعیلیانو ۴۹ میراثي امام په داسې حال کې چې کورنۍ یې ورسره وه، په پرتګال کې په حق ورسېد. 🔸د بیان له مخې د کریم آغاخان د ځایناستي نوم به د هغه له وصیت سره سم د کورنۍ او مذهبي مشرانو په مخکې وروسته اعلان شي. د دې اعلان نېټه نه ده ښودل شوې. د اسماعیلیه ویبسایټ د معلوماتو له مخې د آغاخان ځایناستی به د نوموړي د کورنۍ یا نژدې خپلوانو له نارینه غړو څخه غوره شي. 🔸آغا خان په شل کلنۍ کې هغه مهال چې د هاروارډ پوهنتون محصل و، د اسماعیلیانو د مذهبي مشر په توګه غوره شو. 🔸هغه د افغانستان، تاجکستان او بنګلدېش په ګډون په څه باندې ۳۰ وروسته پاتې هېوادونو کې د میلیونونه ډالرو په لګښت ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي او کورونه جوړ کړي او میلیونونه پلویان لري. د آغاخان خیریه بنسټ چې په افغانستان کې هم د مرستې ګڼې پروژې تمویلوي، د رغنیزو پروژو لپاره یو میلیارد ډالره کلنۍ بودیجه لري.

Comments