
بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم)
February 24, 2025 at 03:30 PM
*په بلجیم کې د پښتنو قومي جرګه، د بی این یم د استازو ګډون: بی این یم تل د مظلومو ولسونو ترڅنګ ولاړه ده*
دوشنبه، د فبروري ۲۴، ۲۰۲۵ | PR 15/2025
بلجیم: د بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) د هالنډ څانګې عمومي منشي دیداګ بلوچ، عبدالواحد بلوچ، رقیه بلوچ او عمران حکیم د بلجیم په پښتنو ملي جرګه کې د ګوند په استازیتوب ګډون وکړ.
دوی په خپلو ویناوو کې وویل چې بلوڅ او پښتانه ملتونه تاریخي، جغرافيايي او کلتوري تړاو لري، او دواړه له ورته استحصال او ظلم سره مخ دي.
دوی ټینګار وکړ چې د بلوڅ ملت په څېر، پښتانه هم د دولتي جبر، جبري تري تم کېدو، غیرقانوني وژنو او د سرچینو لوټمار قربانیان دي. "موږ د داسې یو دولت تر اشغال لاندې یو چې زموږ د نیکه ګانو په پرتله کم عمر لري."
په دې موقع دیدگ بلوچ وويل بلوچ او پښتون قومونه په تاريخي، جغرافیائي او کلتوري لحاظ يو بل سره تړلي دي او دواړه قومونه د يو شان استحصالي نظام او ظلم سره مخ دي.
د بي این ایم استازو وویل چې د ملي غورځنګونو بریا په یووالي، قربانۍ او مقاومت کې ده. بلوڅ ملي غورځنګ تل د مظلومو ملتونو تر څنګ ولاړ دی او د پښتنو د مبارزې بشپړ ملاتړ کوي. د ګډ دښمن پر وړاندې اتحاد د وخت اړتیا ده، څو د استحصال په وړاندې یو مؤثر مقاومت رامنځته شي.
په پای کې، دیداګ بلوچ د پښتنو ملي جرګې له تنظیموونکو مننه وکړه او هیله یې وښوده چې بلوڅ او پښتون ملتونه به د خپلو آزادۍ او حقونو د ترلاسه کولو لپاره یوه ګډه اغېزمنه ستراتیژي غوره کړي.
*« د ټولنیزو رسنیو لینکونه : X | فیسبوک | ټیلیګرام | د WhatsApp چینل »*
https://x.com/BNMpashto/status/1894046999218901369
https://www.facebook.com/share/p/1A5kxF7U2f/
https://t.me/bnmovement/5928
https://whatsapp.com/channel/0029VamZkYU7DAX5OPAmOP0D