بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم)
بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم)
February 26, 2025 at 02:29 PM
*بي این ایم په سیټل کې پمفلټونه ویشلي، امریکايي اتباعو ته یې د پاکستاني ظلمونو پر ضد د بلوچانو ملاتړ کولو غږ کړی* چهارشنبه، د فبروري ٢٥، ٢٠٢٥ | حواله: پی ار ١٦ /٢٠٢٥ https://t.me/bnmovement/5955 سیټل، واشنګټن:د بلوچ ملي غورځنګ (بي این ایم) له امریکایي اتباعو څخه غوښتنه کړې چې بلوڅ ملت د خود ارادیت حق ملاتړ وکړي، په بلوچستان کې د پاکستان د روانو ظلمونو پر ضد خپل غږ پورته کړي، او له خپلې حکومت څخه وغواړي چې پاکستان ته ټولې مالي او پوځي مرستې سمدلاسه ودروي. د بي این ایم فعالانو امریکايي ولس ته خبر ورکړ چې متحده ایالاتو د خپلو مالیه ورکوونکو له پیسو څخه پاکستان ته ملیاردونه ډالر مرسته ورکړې، چې پاکستاني پوځ یې د بلوڅ ملت د نسل وژنې لپاره کاروي. د دې پوهاوي کمپاین په ترڅ کې، د بي این ایم غړو په سیټل کې سلګونه پمفلټونه وویشل، چې د بلوچستان وضعیت یې روښانه کاوه. دا رساله چې "بلوچستان: یو اشغال شوی ملت" نومېږي، د پاکستان د غیرقانوني اشغال، روان دولتي ظلم، او د بشري حقونو پر ضد پراخو سرغړونو ته اشاره کوي. په دې رساله کې د پاکستان د جبري ورکېدو او له قضا پرته وژنو پر سیستماتیکې پالیسۍ هم بحث شوی. د بي این ایم په وینا، له ٢٠٠٩ کال راهیسې، پاکستان د "چوپتیا عملیاتو" تر نوم لاندې د تښتونو او غیر قضايي وژنو پالیسۍ ته لا شدت ورکړی. په زرګونو بلوچان په زوره تري تم شوي، چې ډېری یې هیڅکله بېرته نه دي راستانه شوي. د بي این ایم د بشري حقونو سازمان "پانک" د معلوماتو له مخې، یوازې د ٢٠٢٥ کال په فبروري کې له ٦٥ څخه زیات بلوچان په زوره ورک شوي، او درې نور له محاکمې پرته وژل شوي. بي این ایم ټینګار وکړ چې د استعماري دورې ټپونه لا هم نه دي رغېدلي، او د امپراتورۍ ځواکونو لخوا جوړې شوې مصنوعي پولې نن هم د بلوڅانو ژوند اخلي. د بلوچانو نسل وژنه د ١٩٤٨ کال د مارچ په ٢٧مه د پاکستان له خوا د بلوچستان د اشغال راهیسې روانه ده. **د بلوڅ هویت او کلتور د له منځه وړلو لپاره منظمې هڅې روانې دي، پداسې حال کې چې تعلیم، روغتیا، او کارموندنه د بلوڅ ملت د ځپلو لپاره د وسایلو په توګه کارول کېږي. په ورته وخت کې، سیاسي فعالین، زده کوونکي، او روڼ اندي په نښه کېږي او له منځه وړل کېږي. *« د ټولنیزو رسنیو لینکونه : X | فیسبوک | ټیلیګرام | د WhatsApp چینل »* https://x.com/BNMpashto/status/1894755320552886273 https://www.facebook.com/share/p/1AJbeQkyzA/ https://t.me/bnmovement/5955 https://whatsapp.com/channel/0029VamZkYU7DAX5OPAmOP0D

Comments