بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم)
بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم)
February 26, 2025 at 07:43 PM
*په نړۍ کې وضعیت په چټکۍ سره بدلېږي بلوڅ ملت باید دا درک کړي: د بی اين ايم سازماني پروګرام* چهارشنبه، د فبروري 25، 2025 | حواله: PR17/2025 https://t.me/bnmovement/5973 د بلوڅ ملي غورځنګ (بی اين ايم) د بهرنیو چارو وزارت همغږي کوونکي نیاز بلوڅ د ګوند غړو ته د بدلیدونکي نړیوال وضعیت په اړه وینا وکړه، ویې ویل چې اوسنی وضعیت په چټکۍ سره بدلېږي، او بلوڅ ملت باید له دې بدلونونو څخه باخبره واوسي. هغه وویل چې د امریکا د حکومت له بدلون سره، د دې هېواد بهرنۍ پالیسي هم تغیير موندلی، چې ټوله نړۍ به تر خپل اغېز لاندې راولي. اوس امریکا له هر هېواد سره دوه‌اړخیزو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي چې ځان د نورو هېوادونو له ستونزو لرې وساتي. د بېلګې په توګه، د اوکراین په موضوع کې امریکا له روسیې سره خبرې کوي، خو د اروپایي هېوادونو او پخپله د اوکراین اراده پکې شامله نه ده. نیاز بلوڅ زیاته کړه چې امریکا خپل اقتصادي ګټو ته اهمیت ورکوي او اصلي سیال یې چین دی، چې غواړي د هغه مخه ونیسي. د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (سی پی ئی سی ) او زموږ په سیمه کې د چین نفوذ لویې ننګونې دي. په ورته وخت کې، روسیه هم یوه مهمه نړیواله ځواک ده، چې له پامه نشي غورځول کېدای. هغه وویل چې نړیوال قدرتونه د نړۍ د سیاسي معادلو د بدلون وړتیا لري، او راتلونکی د دوی د ګټو پر محور څرخي. چین غواړي په ګوادر کې یوه سمندري اډه جوړه کړي، چې د لویدیځ قدرتونو لپاره د منلو وړ نه ده. نیاز بلوڅ له بهر مېشتو بلوڅانو وغوښتل چې د سیاسي پروسې برخه شي او هڅه وکړي چې په عربي هېوادونو کې د پاکستان لپاره خواخوږي، ملاتړ او مرستې پای ته ورسوي. هغه زیاته کړه چې پاکستان د بشري حقونو د سرغړونو له امله په نړۍ کې یو بدنام هېواد دی. موږ باید نړیوالو ته قناعت ورکړو، چې یو خپلواک بلوچستان به د سیمې لپاره یو سوله‌ییز هېواد وي. نیاز بلوڅ همداراز وویل چې د پاکستان داخلي بې‌ثباتي نوره هم زیاته شوې، او د دې هېواد ټولې پولې ناامنه شوي دي. په ګلګت-بلتستان، کشمیر او حتی پنجاب کې د پاکستاني پوځ پر ضد کرکه ورځ تر بلې ډېریږي. پاکستان د نړیوالو مالي بنسټونو پوروړی دی او نور هغه اقتصادي سرچینې نه لري، چې د یوه قوي دولت لپاره اړینې دي. د بلوچستان له طبیعي زیرمو څخه د استفادې له لارې یوازې د پنجاب اداره کول غواړي. دا پروګرام د بي اين ايم د ښوونې او روزنې انسټيټيوټ (د ظرفیت لوړولو شورا) له لوري تنظیم شوی و، او د بي اين ايم د کيچ-ګوادر هانکن څانګې یې کوربه‌توب وکړ. *« د ټولنیزو رسنیو لینکونه : X | فیسبوک | ټیلیګرام | د WhatsApp چینل »* https://x.com/BNMpashto/status/1894824988781486183 https://t.me/bnmovement/5973 https://www.facebook.com/share/p/12KNnHyM5X1/ https://whatsapp.com/channel/0029VamZkYU7DAX5OPAmOP0D

Comments