
Q💔مینه او💔 جدایې ♥❦Q
March 1, 2025 at 03:29 PM
*شکر دے چې ښکلے مې څوک يار نۀ دے*
*شکر دے چې ژوند په اوګو بار نۀ دے*
*تا خو به د لوږې نه وژلے ووم*
*شکر دے چې ستا سره اختيار نۀ دے*
*دے په بې کارۍ کښې سلام نۀ اخلي*
*شکر دے چې دا سړے په کار نۀ دے*
*هلته کښې خو هر سړے په منډه دے*
*شکر دے چې ژوند زما د ښار نۀ دے*
*ځکه په هر يار باندې ډېر ګران يمه*
*شکر دے چې خوئ زما د مار نۀ دے*
*تۀ خو په ځوانۍ دومره غرور کوې*
*شکر دے چې ښکلے دې رخسار نۀ دے*
*مال په جېب کښې نۀ لرو شاهده خو*
*شکر دے چې زړۀ زمونږه خوار نۀ دے*
*ساده هلک ❤️❤️❤️*
❤️
3