
الظواهري خپرندویه اداره
February 3, 2025 at 04:19 PM
✍️ *ليکنه: عمر درویش*
*افغانستان د الله ج سنګر دی* 🏳️
افغانستان هغه ځمکه ده چې د الله تعالی لخوا د غټو غټو مغرورانو د ماتولو لپاره ځانګړې شوې ده. کله چې د نړۍ ځواکونه خپل غرور ته له حده زیات داخل شوي او د ظلم او وحشت اوج ته رسيدلي نو ، الله تعالی همیشه افغانستان ته راوستلي دي، څو هغوی ته درس ورکړي. افغانستان تل د زړورو افغانانو لخوا د خپل دین او وطن د ساتنې لپاره جګړه کړې ده. دغه خاوره د مقاومت، قربانۍ او ایمان یوه نښه ده.
د افغانستان تاریخ د ټولو هغه کسانو د ماتې تاریخ دی چې د خپل قوت او غرور په لټه کې راغلي، خو افغانانو د خپل سر په قيمت ، د الله ج په آمر د هغوي غرور ور مات کړی دی. افغانان هیڅکله له خپل دين ، عقايدو او خاوری څخه نه دی تېر شوی، بلکې تل یې د الله ج د دين د کلمی، عزت او شرافت لپاره جګړه کړې ده.
افغانستان د الله تعالی لخوا ټاکل شوی سنګر دی. هغه سنګر چې د هر مغرور قوت پر وړاندې یې مبارزه کړې ده. افغانان په خپل ځور او سختیو کې تل ثابت قدم پاتې شوي دي. هر چا چې د افغانستان په خاوره قدم ایښي، هغوی د الله تعالی د قدرت مخې ته راغلي، ځکه افغانستان تل د ایمان، مقاومت او د صداقت سنګر و.
افغانستان یو داسې ځای دی چې الله تعالی ته ژمن خلک یې ساتي، او هیڅکله به هم د دې خاورې او خلکو عزت کمزوری نه شي. ان شاء الله تعالی
ستاسو کشر ورور عمر درویش
https://whatsapp.com/channel/0029Vb0J1zg5Ui2ONyIreM0H