BBC News=بی بی سی پښتو
BBC News=بی بی سی پښتو
March 1, 2025 at 08:00 AM
څنګه چې لیدل کېږي ټرمپ له پوتین سره د پياوړو اړیکو د رغولو هوډ کړی.‌ هغه پر اوکرایین زیات فشار راوستی او هممهاله یې پوتین ته ستر امتیازات وړاندیز کړي چې اوکرایین یې باید ورکړي. د دغو امتیازاتو له ورکړې د زېلېنسکی انکار ډونلډ ټرامپ غوسه کړی دی. دا ډانک پیېلی بېلتون د یوه ستر کړکېچ نښه ده چې د امریکا او د ناټو د اروپايي‌ غړو ترمنځ‌ پر اړیکو یې هم سیوری غوړولی. اوس به له اوکرایین ورهاخوا د اروپا امنیت ته د امریکا د ژمنتیا په تړاو هم شکونه او پوښتنې راولاړې شي.
👍 ❤️ 😂 11

Comments