BBC News=بی بی سی پښتو
BBC News=بی بی سی پښتو
March 1, 2025 at 11:24 AM
د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو مخنیوي لومړنۍ محکمې درې تنو ته د الکولي څښاک، چرس او ذیکپ نشه‌يي توکو د پېر، پلور او ساتنې په جرم سزا ورکړې ده. سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو د مخنیوي لومړنۍ محکمې، د دغو درېیو کسانو له ډلې دوو تنو ته ۳۹، ۳۹ دُرې تعزیري سزا او دوه کاله تنفیذي بند او یوه بل کس ته د دوو میاشتو تنفیذي بند او ۱۰ دُرو تعزیزي سزا حکم کړی او دغه حکم، د سترې محکمې له تایید وروسته پر مجرمینو تطبیق شوی دی. #طلوع‌نیوز
❤️ 👍 🙏 15

Comments