غـــــوره اخــــــلاق
غـــــوره اخــــــلاق
February 20, 2025 at 09:53 AM
تل درود سلام پرمحمد خیرالبشرنبی زه له ربه غواړمه وصال دپاک سرورنبی ځکه خو مین پرتورو سترګو دحبیب یمه حسن علیشان لری په ټولوکی افسر نبی پاک الله ستایلی په یس اوپه طه نبی ولیل یی توری زلفی اوسپین مخ یی وضحی نبی خدایه مبتلا می درسول په پاکه مينه کړه څومره مهربان دخپل اومت حق کی پیشوا نبی کاشکی کلیوال دمصطفی په شنه روضه کی وای درود پردرود سلام سلام دمینی زمزمه کی وای هلته زندګی هلته می ژوند پرهغه درملنګ خوندبه هلته خوند وای چی دعشق په ننداره کې وای هلته انوارونه او رحمت دپاک الله اوري نزول برکاتو فیوضات پر مجتبی اوري خکلی منور او معتبر دجانان کلی دی تل ښکلا ښکلا پر هغه کلی شاؤخوا اوری زیاتی معجزي وه پاک رسول ته رب ورکړی دی ځکه په قرآن کې څومره ډیری ذکر کړي دی امثال یی بیخی ډیردی دکوثر ښکلی جامونه دي په سخته ورځ محشر کی داومت په نصيب کړی دی ما الهام ډالی کړه سلامونه مجتبی لره ویښ دی امیدونه چی واصل شمه لیقا لره سر پر سر درودونه وړه نسیمه ترآقا پوری زه الهام یی لیکم صفتونه هم ثنا لره
❤️ 1

Comments