
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
February 22, 2025 at 09:49 AM
ننګرهار؛ مرکز جلال اباد ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې
شنبه، د کب ۴مه، ۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلوانۍ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار د فوټبال په لوبغالي کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د ننګرهار له ۴۰ کلبونو د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټګوریو کې ورزشکارانو ګډون کړی دی، چې دوې ورځې به یو د بل پر وړاندې ولوبیږي.
دا سیالۍ د لغمان په مسابقو کې د ننګرهار د غوره او ځلېدونکو پهلوانانو د تشویق په موخه پیل شوې دي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.