د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
February 22, 2025 at 04:31 PM
فراه کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د رزمي لوبو اوسپورت او کيوان کيک بوکسينگ سبک سيالۍ وشوې
شنبه، د کب څلورمه، ۱۴۰۳
د فراه ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د څلورو ولايتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د يووالي او همدردۍ په نوم د اوسپورت او کيوان کيک بوکسينگ سبک سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له فراه، کابل، نيمروز او کندهار ولايتونو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې فراه ولايت د زياتو امتيازاتو په ترلاسه کولو سره لومړی، کابل او نيمروز په ترتيب سره دويم او درېيم مقامونه خپل کړل.
د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی او د ورزش وده وه، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.
______________
فراه: رقابتهای سبک اوسپورت و کیوان کیکبکسنگ میان ورزشکاران چهار ولایت برگزار شد
شنبه، ۴ حوت، ۱۴۰۳
رقابتهای سبک اوسپورت و کیوان کیکبکسنگ نمایندگی فدراسیون ورزشهای رزمی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت فراه زیر نام "اتحاد و همدلی" با اشتراک ۵۰ ورزشکار از چهار ولایت کشور در جمنازیم مرکزی ولایت فراه برگزار شد.
در این رقابتها ورزشکاران از ولایتهای کابل، فراه، نیمروز و کندهار برای سه روز با هم رقابت کردند. که در پایان ولایت فراه با کسب بیشترین امیتاز مقام نخست و ولایتهای نیمروز و کابل به ترتیب در جایگاههای دوم و سوم قرار گرفتند.
این رقابتها که به منظور ایجاد فضای وحدت و صمیمیت میان ورزشکاران ولایتها و توسعهی ورزش عنوان شده است، در فرجام برای ورزشکاران برتر جوایزی نیز اهداء شد.