د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
February 23, 2025 at 08:51 AM
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې يکشنبه، د کب پنځمه، ۱۴۰۳ د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پای ته ورسېدې. دغو سياليو، چې دوې ورځې دوام وکړ، په پايله کې ايوب لومړی، علي ګل دويم او ميرسلم درېيم مقام ترلاسه کړ. د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د يووالی رامنځته کول و.

Comments