
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
February 23, 2025 at 08:57 AM
لغمان؛ په الينګار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
يکشنبه، د کب پنځمه، ۱۴۰۳
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د الينګار ولسوالۍ په نيازي شيخانو کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د کندې منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې د کندې منتخبې لوبډلې خپلې سیالې عاطف کلب لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې ۱۴ ورځې يې دوام وکړ، په پای کې غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.