
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
February 23, 2025 at 08:58 AM
کندهار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ووشو سيالۍ وشوې
يکشنبه، د کب پنځمه، ۱۴۰۳
د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ووشو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د کوچنيانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري او بېلابېلو وزني کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې د ماشومانو په کټگورۍ کې پنځو تنو، د نويو ځوانانو په کټگورۍ کې دريوو تنو، د ځوانانو په کټگورۍ کې پنځو تنو او د لويانو په عمري کټگورۍ کې نهو تنو ورزشکارانو لومړي مقامونه خپل کړل.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ د روژې مبارکې مياشتې د را رسېدو په مناسبت وشوې.