
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
February 23, 2025 at 09:05 AM
ننګرهار؛ په دره نور ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
يکشنبه، د کب پنځمه، ۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېب بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دره نور ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د بونتا مرکزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د بونتا مرکزي او ننګرهار مرکزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، بونتا مرکزي لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکليو شپږو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۸۶ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ننګرهار مرکزي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۰ منډې جوړې کړي او لوبه يې د ۱۶ منډو په توپير سره وبايلله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادي ولسوالۍ وګړو ته د يوې سالمې تفريح برابرول و، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.