د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
February 24, 2025 at 04:40 AM
خوست؛ ځوان زلميو لوبډلې د غرغښت ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ پنځم پړاو سياليو اتلولي وگټله يکشنبه، د کب پنځمه، ۱۴۰۲ د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري او د عرفان هلال ساختماني شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز غرغښت لېسې لوبغالي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د غرغښت ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ پنځم پړاو سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې د ځوان زلميو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د يادو سياليو پايلوبه د ځوان زلميو او غرغښت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ځوان زلميو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو نهو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۱۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې غرغښت لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۶۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۰ منډو په توپیر وبايلله. د یادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته ۵۰،۰۰۰ افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

Comments