د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
February 26, 2025 at 06:02 PM
افغانستان د اتلانو جام سياليو په خپله دويمه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه چهارشنبه، کب ۸، ۱۴۰۳ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام سياليو پر دوام، په خپله دويمه لوبه کې انګلستان ته د ۸ منډو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه. په دغه سيالۍ کې افغان لوبډلې د لوبې پچې په ګټلو سره لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو پر مټ يې سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې ۳۲۶ منډې هدف وټاکه. په ځواب کې يې انګلستان لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۳۱۷ منډې جوړې کړې او د ۸ منډو پر توپير يې ماتې ومنله. په دغه سيالۍ کې د افغانستان په ګټه ابراهيم ځدراڼ دتوپوهنې په برخه کې له نورو افغانان لوبغاړو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۱۷۷ منډې يې جوړې کړې. دغه راز د توپ اچونې په برخه کې عظمت الله عمرزي ښه توپ اچونه ترسره کړه او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي يې وسوځول. د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۵ اتلانو جام کرېکټ سيالۍ د ۸ لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کوربتوب جریان لري.
❤️ 1

Comments