
مرکز خبرنگاران افغانستان/د افغانستان د خبریالانو مرکز/Afghanistan Journalists Center
March 1, 2025 at 12:14 PM
په کابل کې د آرزو تلویزیون دفتر له نږدې درې میاشتو وروسته بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه او پرانستل شو
۱۴۰۳ د کب ۱۱
کابل- په کابل کې د آرزو تلویزیون دفتر، چې (۸۶) ورځې مخکې د استخباراتو او امر بالمعروف ادارې د کارکوونکو له یرغل وروسته تړل شوی و، بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه او پرانستل شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز، د آرزو تلویزیون د دفتر له بیا پرانیستل کېدو هرکلی کوي، خو په یاده موده کې یې تړل د ازادو رسنیو د حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي، چې باید نه وای ترسره شوی.
https://afjc.media/pashto/%DA%AF%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%B4-%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D9%88%DB%8C%DA%98%D9%87/press-release/arezo-tv-office-in-kabul-reopens-after-86-day-closure-by-gdi-and-vice-and-virtue-department