
د ۲۱۵ عزم قول اردو
February 23, 2025 at 07:08 PM
د ۲۱۵ عزم قول اردو مجاهدینو د تېرې يوې مياشتي په جريان کي لسګونه تنه ګاونډي هېواد ته په قاچاقي توګه د تګ پرمهال نيولي دي.
يکشنبه، ۵ حوت ۱۴۰۳
د ۲۱۵ عزم قول اردو سرحدي ځواکونو د تیرې يوي مياشتي په جريان کي په مختلفو سرحدي سيمو کي ۲۷۵ تنه ګاونډي هېواد ته په غيرې قانوني توګه د تګ پرمهال نيولي دي.
ياد کسان د انساني قاچاقبرانو له لوري د نيمروز ولايت په مختلفو سرحدي سيمو کي ګاونډيو هيوادونو ته بیول کيدل،چي د ۲۱۵ عزم قول اردو د سرحدي ځواکونو له خوا نیولی سوي دي.
بايد وويل سي د ۲۱۵ عزم قول اردو رهبرۍ او ټول منسوبین د هرډول قاچاق د مخنيوي لپاره ټينګ عزم لري.
جنوب غرب - افغانستان
د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر.
❤️
👍
11