
د ۲۱۵ عزم قول اردو
February 27, 2025 at 05:12 AM
د دوهمې پلي منصوري لواء منسوبينو د سيلابونو په اوبو کي بند پاتي هيواد وال وژغورل.
پنجشنبه، ۹ حوت ۱۴۰۳
د ۲۱۵ عزم قول اردو د دوهمي پلي منصوري لواء د انجنيرۍ آمريت ټيمونو دهلمند ولايت په سنګين ولسوالي کي د عامو هیوادوالو يوه عراده ټيلر موټر چي د بارانونو او سيلابونو په اوبو کي بند پاتي وه د کرينګ په وسيله راویستي.
ديادونې وړ ده چي د ۲۱۵ عزم قول اردو مجاهدینو د خپل مسؤليت په ساحو کي د تیرو څو ورځو اورښتونو په جريان کي د زيانمنو شویو هيواد والو خدمت ته پروخت ځانونه رسولي دي.
جنوب غرب - افغانستان
د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر .
❤️
👍
3