
*؛داستشهاد قافلی💯نَړِیْوآلْ کانال؛*
January 31, 2025 at 07:09 PM
جماتونه د خدای کورونه دي، چیرې چې جماتونه اباد وي هلته کلی، سیمه او خلک د خدای د رحمت لاندې وي!
نن د جمعې ورځې له رخصتۍ څخه په استفاده، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، د سرحدي پولیسو قومندان جنرال شریف او حاجي وزیر حقاني صیب د نادر خان تپې له نوي جامع جومات څخه لیدنه وکړه.
یاد جامع جومات چې څه د پاسه یو میلیون ډالر لګښت پرې راځي، د جوړېدو ۹۰ سلنه چارې یې بشپړ شوی دي. د دې مسجد ترڅنګ په یاده تپه کې د خوراکي توکو سټورونه، کافيشاپ او یو شمېر نور د ناستې ځایونه جوړېږي، همدارنګه دا مهال یې د سړک جوړولو او چمن رغولو چارې روانې دي.
مونږ به د دې وطن د هرې آبادۍ، پرمختګ او ښکلا لپاره ټولې هڅې جاري ساتو ځکه چې دا خاوره زمونږ شریکه سرمایه ده او ودانول یې زموږ د ټولو مسوولیت دی.
❤️
👍
2