*؛داستشهاد قافلی💯نَړِیْوآلْ کانال؛*
February 3, 2025 at 07:11 PM
*د ااا ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د یو سپېس لنډېز🌹*
مونږ درې میلیونه معتادین لرل، چې د اکثرو علاج شوی او خپلو کورونو ته لیږل شوي.
د کابل او کندهار سرک چې دومره لويه پروژه تکمېلېږي؛
د افغانانو پۀ لاس ۵۰۰ کيلو متره سرک لويه لار جوړېږي.
د سيمنټو پۀ برخه کې پۀ جبل السراج او غوري فابريکو ترڅنګ بېلابېلو تجارانو د فابريکو جوړول لويه اقتصادي لاسته راوړنه ده.
په ټول هېواد کې ۶ نیم لکه کونډې، یتمیان او معيوبين لرو چې دوی ته اسلامي امارت په کال کې ۱۲ میلیارده افغانۍ ورکول کېږي.
سرپل ولايت کې د قشقرې د تېلو استخراج کار عملاً روان دی.
هلې ځلې روانې دي، چې د پروسس لپاره يې لارې چارې ولټول شي.
دومره تېل استخراجېږي، چې هلته ذخېرې يې حتی د ځايولو ظرفيت نۀ لري.
د ټرمپ راتګ او وسلو وړلو خوب دې هم څوک نه ویني.
چين د افغانستان سره د سرک لۀ لارې وصل شو، همدا ترانزيټي لار يو لوی تحول دی.
په لومړي ځل حکومت مهاجرین په موټرونو کې خپلو کورونو ته ورسول.
د قوشتپې کانال ۵ کلنه پروژه؛ ۸ ميليونه جريبه ځمکه به خړوبوي. دا د ااا لويه اقتصادي لاسته راوړنه ده.
د درې کلنې بوديجې لۀ خپلو داخلي منابعو برابرول؛ لویه لاسته راوړنه ده.
ټاپي، ټاپ، فايبر نوري او نورې لويې پروژې هغه څۀ دي، چې عملاً يې چارې روانې دي.
د وچکالیو د مخنیوي په موخه اسلامي امارت د هېواد په کچه په ولسوالیو کې په لوړ شمېر چکډمونه جوړ کړي، چې ډېر یې کټې اخیستنې ته سپارل شوي او د نورو کارونه روان دي.
ټول ملت دې اندېښنه نه کوي، چې د امارت مشرانو په کچه به اختلافات موجود وي، ځکه د ااا د تحریک پیل د اختلاف او داخلي جګړو پر ضد شوی دی او تر بل هر چا د اتحاد په ارزښت خوند پوه دی.
دا آرمان به د هیچا نۀ شي پوره، چې دلته به د اختلافاتو لۀ امله موږ ځو او بل څوک به راځي.
د ا.ا.ا مالیې وزارت تېر کال د عادي بوديجې تر څنګ ۵۵۵ انکشافي پروژې هم له داخلي عوایدو تمویل کړي دي، چې اکثره یې مکمل شوې دي.
تېرې ادارې د بهرنيو پراخو مرستو باوجود د ۹ لکه مأمورينو معاش ورکاوۀ؛ مونږ لله الحمد يو ميليون او څلوېښت زره مأمورينو ته د خپلې سوچه افغانۍ بوديجې پۀ خپل وخت معاشات ورکوو.
د اسلامي امارت په راتګ 1500 کارخونو تولید پیل کړی دی. 800 اوس د فعالېدو په حال کې دي.
د هېواد په هرې ولسوالۍ کې يو ٣٠ بستريز روغتون افتتاح شو.
برېښنا به 24 ساعته شي، ڪار پرې روان ده.
البته دا مې بېلابېل پوسټونه کاپي او نشر کړل.
❤️
2