*؛داستشهاد قافلی💯نَړِیْوآلْ کانال؛*
*؛داستشهاد قافلی💯نَړِیْوآلْ کانال؛*
February 3, 2025 at 08:53 PM
#توپير سوريه او افغانستان ✓ عبدالحق پشه یی په دې کي هيڅ شک نشته کي د سوريې دوه مياشتي نه کيږي چي نظام ړنګ شوي او د مخالفې ډلې چي د ظلم استبداد وحشت خلاف يي مبارزه پيل کړي وه اخير يي خپل ولس د بشاراسد غوندي وحشي صفته انسان نه خلاص کړ او ټول حکومت يي خپل ولکه کي واغيست اوس وينو چي حکومت يي پر مخ روان دي نړيوال سازمانونه مشران يي هم سوريي ته سفرونه کوي هم د سوريي اولس مشر راغواړي وينو چي سوريه ورځ تر بله پرمختګ کوي بيا بر عکس افغانستان چي د ظلم استبداد وحشت نه د خلاصيدو او د اسلام مينو وطنپالو لاسو ته د غورځيدو څلور کاله پوره کيږي خو لا هم نړيوال رسميت نشته لا هم نړيوال زړه نه ښه کوي چي افغانستان او اوسنئ نظام سره تعامل - سياسي ـ اقتصادي ـ ډپلوماتي - وکړي ولي دنيا دوه مخي ده اساسي مشکل داده اول- چي طالبانو حکومت دنړۍ له لوري تر سخت اقتصادي دیپلوماتیک او سیاسي محاصرې لاندې دی چې د نړۍ هېڅ بل حکومت ته نه دی ور پېښ شوی. نه ورته رسمي پېژندنه شته، نه اقتصادي مرستې، او نه د سیاسي تعامل فرصتونه، برعکس، د هغوی مالي شتمنۍ کنګل شوې دي. که احمد الشرع ته هم دا ډول شرایط برابر وای فکر نه کوم چي سوريه دومره پرمختللي وي دوهمه- اوسني نظام د نړيوالو هغه غير مشروع شرايط چي - دديو په خوښه نظام جوړول - هغه تير غله چي يو وار په افغانستان کي تجربه شوي بيا په واک رواستل تر څو دديو شومو هدفونو لپاره کار وکړي - د ښځو لپاره هغه حقوق چي نه الله تعالی او نه رسول وکړي - وغيره- منولو نه انکار کوي په زغرده وايي چي دا مو خپل وطن ده تاسي هيڅ حق نه لري چي مونږ ته داخلي کارونو کي فرمايشونه راکړي دريم -احمدالشرع مخالفین هم بدل دي دسقوط سره یی رسمی صدراعظم خپل حکومت ورته وسپاره هلته غلامانو ماتی ومنله او خاموش شوه هلته هغوی پیسي ونه تختولي څلورم- د سوريي کم وطنوال نده تښتيدلي د خارج نه دسيسي نه جوړوي د بربادۍ لپاره وران کارو سره نه ګوري ډالر تري نه اخلي بر عکس د افغانستان خلاف دغه ټول کړني رواني دي او دغه نور سوک نه بلکي هغه دي چي ځانونو ته افغانان وايي يي لامل يي هم ديو دي که چېرته ديوخپلو شومو موخو نه لاس واخلی او د اوسنۍ نظام تعبير په ټولنيز رسنيو کي او هغه خارجيان چي ديو يي لاسپوسي دي غلط ونکړي بيا ګورئ چي افغانستان د نړئ سره سيال کيږي او کنه پنځم -د احمد الشرع مخالفین له کمپو نه دې انلاين ځکه هغوي پوهيږي چې همدا شرم مو بس ده زمونږ خو ډير بې شرمه مخالفين دي هيڅ په شرم نه پوهيږي خدای وشرمول هم افغانانو ته هم نړيوالو ته خو بيا هم خپلو شومو هدفونو پلانونو نه لاس نه اخلي خو هغه پر مختګونه چي دامارت اسلامی لري، هغه به په تیر جمهوریت کي په شل کاله کي،نوي تر سره سوي،داچي د بعضو ستر ګي ړندي او غوږو نت یۍ کاڼه دي دا بیا د چا ګناه ده.
❤️ 2

Comments