*؛داستشهاد قافلی💯نَړِیْوآلْ کانال؛*
February 4, 2025 at 02:26 AM
زموږ د حکومتي کارمندانو اخلاق او طبيعت بايد حکومتي شي .
لکه مثال :
- لباس او قيافه د يو منظم کارمند په څير جوړول .
- د څپليو, تيلو، عطرو، او لباس رنګونو انتخاب کې فکر کول .
- د سرکونو په غاړه يا عوامو په مخکې خوراکونه، نسوار، په جيګ اواز قهقهې، غيږي ويستل، يو بل په ملا ډبول، ډلې ډلې په هر چوک کې بې مقصده ودريدل ...او او بايد ونکړي.
- خيټه په خلکو ورتاوانول وقار کموي .
- په يوه ست پوره لښکر ورتللو سره د اصل ميلمه نه علاوه نور ملګري بې وقاره ښکاره کوي .
- د تحفو او هديو غوښتنه کول، يا ورته سترګې مړې مړې کول خپل حيثيت ته تبر راويشتل دي .
- په دفتر کې عوامو سره کبر کول، غټي غټي ويلو سره انسان ساده ښکاري، او هر چا سره ګپ او ټوقو ټقالو سره دفتر کې شور پيدا کيږي.
- يو حکومتي کارمند بايد په زړه کې رحمدله خو مخامخ سنجيده وي .
- کارمند بايد تر اخري حده مؤدبه وي، د خبرو پيل او پای بايد نرم او مؤدبه وي .
- کارمند بايد په خپلو خبرو کې د بدماشئ او زور واکي الفاظو پر ځای خاص اصطلاحات وکاروي، لکه : قانون، محکمه، حکومت، عدليه، حوزه، شاروالیۍ ....!
دې سره په عوامو کې هم د يادو ادارو قدر او اهميت پيدا کيږي .
( زه به دسې وکړم، ولاکه يې رانه وکړي، ته ما نه پيزنې، ولاکه رانه ټول افغانستان کې خلاص شي، دا دوکان دي دربندوم، ولاچې لس فرشه درکړم )
دا ټول هغه مصطلحات دي چې کارولو سره يې عوام د حکومتي کارمند سره عقده پيدا کوي، او عوام په حکومت بې اعتباره کيږي، که د دې پر ځای پاس حکومتي اصطلاحات وکارول شي، عوامو سره د ادارو اهميت او د کارمند ژمنتيا په ډاګه کيږي .