
8AM MEDIA
February 26, 2025 at 08:41 AM
۸صبح، کابل: پنځه ورځې کېږي چې د تورخم لاره تړلې ده او دغه وضعیت دواړو غاړو ته د مسافرو او سوداګرو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
ځایي سرچینو چهارشنبه د کب پر ۸مه ویلي د پاکستان سرحدي ځواکونو دا اقدام د طالبانو د ځواکونو له خوا دغه بندر ته نږدې د پوستې او تاسیساتو د جوړولو له امله کړی دی.
پاکستاني رسنیو اعلان کړی چې د تورخم لارې تړل کېدل د دواړو غاړو سوداګرو ته هره ورځ شاوخوا درې مېلیونه ډالر زیان رسوي او پر سوداګرۍ او د مسافرو پر تګ راتګ یې د پام وړ اغېز کړی دی
نور ولولئ...
https://8am.media/ps/the-suffering-of-travelers-and-the-loss-of-traders-five-days-have-passed-since-torkham-crossing-was-closed/