8AM MEDIA
8AM MEDIA
February 27, 2025 at 02:03 PM
ایا اروپا به د امریکا په نشتون کې له اوکرایین څخه ملاتړ وکړي؟ دا پوښتنه هغه مهال راپورته کېږي چې ټرمپ او پوتین یوې هوکړې ته ورسي چې اوکرایین او اروپایان یې برخه نه وي او کییف به د دې هوکړې له ردولو سربېره د جګړې پر دوام ټینګار وکړي. په دې سره به اروپا اړه وي چې له اوکرایین څخه ملاتړ وکړي، هغه هم د لاندې لاملونو له کبله: ۱ – اروپايان له هغه څه چې د روسیې پراختیا غوښتنې پالیسي یې بولي؛ وېره لري. اروپايي ټولنه باوري ده چې که پوتین پر اوکرایین بریالی شي، یوازې به پر دې بسنه نه وکړي او نورو هېوادو په ځانګړو توګه هغو ته چې روسي ژبي وګړي لري، سترګې برګې کړي. که زیر شو، دا باور تر یو ځایه سم دی. د بېلګې په توګه، روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا ټاپو لاندې او له خپلې خاورې سره یې یوځای کړه. مسکو هغه مهال له لویدیځ سره د شخړې له جدي ګواښ سره مخامخ نه شو او یوازې یې د یو څه وخت لپاره د بندیزونو څکه وکړه چې هغه هم وروسته پیکه شول. د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې یې یو ځل بیا پر اوکرایین پوځي برید وکړ چې د ارزونو له مخې یې د دغه هېواد څه باندې ۲۰ سلنه خاوره لاندې کړې ده. اوس څرګنده نه ده چې د احتمالي هوکړې له مخې به لاندې شوې ځمکې بېرته خپل اصلي مالک ته ورګرځول کېږي که نه. اروپایان باوري دي چې که مسکو ته په ۲۰۱۴ کال کې سخت ځواب ورکړل شوی وای، پر اوکرایین به یې برید ته زړه نه و ښه کړی. دغه راز، باور لري چې که سوله وشي او بیا هم په ناټو کې د اوکرایین د غړیتوب خبره راپورته شي، بیا هم ښايي پر دغه هېواد د برید لپاره ځان تیار کړي او دا ځل تر کییف پورې او ان له هغې وړاندې هم ګام پورته کړي. له همدې کبله، اروپایان اړ دي چې له روسیې سره ډغره ووهي او په باور یې، د دغه هېواد د پراختیا غوښتنې خیال له سره لرې کړي. ۲ – همدا چې تر اوسه روسیې د اوکرایین چاره ختمه نه کړه، اروپایانو ته انګیزه ورکوي. له هغه ځایه چې مسکو د پخواني شوروي اتحاد میراث خور دی، ځان یې داسې ځواکمن ښوده چې له اوکرایین سره ډغرې یې نه یوازې د ځان لپاره شرم ګاڼه، بلکې ګومان کېده چې د سترګو په رپ کې به یې له مخې لرې او خپله موخه به ترلاسه کړي؛ خو نه یوازې داسې ونه شول، بلکې لار پرې ورکه او په نړۍ کې د مسکو پرتله د کییف ځواک ته ډېره هوا ورکړل شوه. دا ټکی هغه مهال ارزښت لري چې وګورو روسیه د اوکرایین لپاره د «مشر ورور» په څېر دی چې دویم هغه د ۹۰مې لسیزې په لومړیو کې د لومړني هغه له تنې وتراشل شو او خپلواکي یې ترلاسه کړه؛ خو اوس دومره ځواکمن شوی چې پر وړاندې یې کمه نه وايي او پرلپسې یې غوښتنې نه مني. دغه راز، اوکرایین په «ځوابي برید» بریالی شو او ځینې لاندې شوې ځمکې یې ونیولې او د روسیې ځینې سیمې یې هم لاندې کړې چې په دې وروستیو ورځو کې زېلېنسکي د سولې رامنځته کېدو په پار د «ځمکې پر ځمکې» مبادلې غوښتنه کوي. نور ولولئ... https://8am.media/ps/the-third-and-final-part-what-fate-will-trump-and-putin-befall-zelensky/

Comments