
Samiullah amin Official سميع آلله آمين آفيشل
February 23, 2025 at 04:58 AM
په ژوب کې د يو داسې ګوند نماينده په عثمان لالا پسې تر اخلاقياتو لوېدلي خبري و کړې چې ټول سياست يې د سامراجيانو او پاکستــاني اسټيبلشمنټ د پاره کړی دی.
د دوی سياست هغه وخت وده کړې ده چې اسټيبلشمنټ نازولي دي. کله چې اسټيبلشمنټ نوې سياسي پروژه د امــران په شکل کې شروع کړه نو دوی يې له پامه و غورځېدل. په نتيجه کې د دوی سياست هم ختم شو.
اوس دوی هڅه کوي چې د امــران او اسټيبلشمنټ تر منځ په روان کشمکش کې دوی بيرته ځانونه په اسټيبلشمنټ ګران کړي.
دوی خپل ضمير، وجدان او سياست يو ځل بيا د استعمار ضد، ملتپاله او مترقي قوتونو خلاف په رجعتي او استعماري قوتونه خرڅول غواړي. خو دوی دوې تېروتني کوي.
يو دا چې د امــران او اسټيبلشمنټ تر منځ تاو تريخوالی يو عارضي شی دی. دا نه پخلاکېدونکی تضاد نه دی.
دويم دا چې د لسيزو پرله پسې استعماري جبر او استحصال په نتيجه کې اولس اوس دومره ويش او باشعوره دی چې نور د سامراجي دسيسو او استعماري لاسپوڅي ګوندونو خلاف مزاحمت ته اړ دی. د دوی ملګرتيا خو په هيڅ صورت نه کوي.
ځکه د دوی د ټولو هڅو او بې انتها مالي وسائلو باوجود هم د دوی ګوند په اولسي توګه نامقبوله دی. او نامقبوله به وي.
❤️
2