👀متهم ځوان👀
👀متهم ځوان👀
February 11, 2025 at 08:42 AM
غزل: پیر محمد کاروان حوا که به تر څنګه د ادم نه وای پيدا له تندې به ګل مړ و که شبنم نه وای پيدا دا ژوند به د ادم پر اوږو بار و د ډبرو دا مينه، دا ښکلا که دا همدم نه وای پيدا نغمه به د ژوندون وه د اومړي تار په څېر له زېر سره دوستي که به د بم نه وای پيدا له تندې نه که منډې هاجرې اخيستې نه وای کعبې ستا په لمن کې به زم زم نه وای پيدا ارواه به دعيسی ملايکو چېرې پوکله که پاکه د ايمان غوندې مريم نه وای پيدا په ځمکه کې به سوي و په ډار د جهنم جنت که به د ميندو تر قدم نه وای پيدا مريم که خديجه ده اسيه که فاطمه ده که ښځې نه وای ښې نو دوی به هم نه وای پيدا
❤️ 1

Comments