👀متهم ځوان👀
👀متهم ځوان👀
February 27, 2025 at 05:22 AM
ترخــــــپل وس له مسکنته ځان ساتئ ✨💫✨💫✨💫✨💫✨💫✨ له حضرت عباس رضي الله عنه څخه نقل شوي چې هغه به ویل: خلک په مالدار پسې داسې تړلي دي لکه وړانګې په لمر پسې. د دوی په نظر هغه (مالدار)د اوبو نه خوږ، د اسمان نه لوړ، د شاتو نه خوږ، او د ګلاب نه خوشبوی دی. د هغه هر ګام سم ګڼل کېږي، بد کارونه یې ښه ګڼل کېږي، خبرې یې قبلېږي، مجلس یې پورته کېږي، او له خبرو یې څوک نه ستومانه کېږي. خو بېوزله سړی د خلکو په نزد د سراب (سراب یو داسې خیال دی چې اوبه ښکاري خو حقیقت کې نه وي) نه هم دروغجن، د سرپو (سرب) نه هم دروند وي. که راشي، څوک سلام نه ورته کوي، که غایب شي، څوک یې پوښتنه نه کوي. که حاضر وي سپکاوی یې کوی، که غایب وي، بد رد پرې وايي. که ورته په قهر شي څپېړه ورکوي. په روغبړ سره یې خلک خپل اودس مات بولي، او په قرائت سره یې لمونځ فاسد بولي. 📚 (المستطرف في کل فن مستظرف ۲ / ۲۸) https://whatsapp.com/channel/0029Vam21WMKWEKqPq3TBE2z
❤️ 1

Comments