
د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
February 7, 2025 at 02:53 PM
*وصال خوشامندوال*
قبر ته یوسي
*له دنیا چي به تاوان قبر ته یوسي*
*مرګ به ډیر منافقان قبر ته یوسي*
*چي څوک کړي په اسلامي نظام نیوکي*
*خپل جسد به بي ایمان قبر ته یوسي*
*امارت ړنګ او حاکم جمهوریت دلته*
*وایم ډیر به دا ارمان قبر ته یوسي*
*د غزي د هر شهید به حساب ورکړي*
*چي د وخت حکمرانان قبر ته یوسي*
*را نازل کړه خدایه داسي ابابیل چي*
*د میډیا ټول شیطانان قبر ته یوسي*
*کوزیدل د سپین بیرغ زموږ په وطن کي*
*دا قیصه به دښمنان قبر ته یوسي*
*دید د دي خاوري وصال خوشامندواله*
*یاره دابــــه غلامــــان قبر ته یوسي*
چینل
https://whatsapp.com/channel/0029VagIgeiBadmU96LHae0o
❤️
👍
😂
😢
🙏
68