
د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
February 9, 2025 at 11:43 AM
*وصال خوشامندوال*
تابع شي
*دا کیدای نشي چي پګړۍ دي د نړۍ تابع شي*
*دا لازمي ده چي نړۍ به د پګړۍ تابع شي*
*دا به یا خوب وي یا قیامت یا هم مرغه د عنقاء*
*چي زموږ خاوره د غربي ډیموکراسۍ تابع شي*
*چي عقیده د چا پخه وي په نصرت د الله*
*هغه به کله د غربي ټیکنالوژۍ تابع شي*
*هغه به نه وڅکي خوند د خپلواکۍ هیڅ کله*
*د چا چي یو ځلي ضمیر د غلامۍ تابع شي*
*افغانستان نر ده میړه ده او نړۍ ښځه ده*
*ده ډیره بده چي بابا دي د ابۍ تابع شي*
*هر یو زلمی به مو په پلونو د منصور روان شي*
*او هره پیغله به زموږ د ملالۍ تابع شي*
*بیا به قبوله شي طالب خوشامندوال وصاله*
*په نیمه شپه کي چي دعا دي د سلګۍ تابع شي*
چینل
https://whatsapp.com/channel/0029VagIgeiBadmU96LHae0o
❤️
👍
😂
🙏
42