
د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
February 10, 2025 at 02:48 PM
*وصال خوشامند وال*
د سرحد اتلانو ته
*ویښي شپي تیره وي ساتي سرحدونه د وطن*
*دا زلمي دي میړني دي د هیواد دفاع ته ژمن*
*رالوی شوي په جنګو کي څوک تري جنګ ګټلی نشي*
*ننګیالي دي غیرتمند دي تجربه دي شلکلن*
*رحمت لکه باران ده په همدی مظلوم ولس مو*
*طوفان ده زلزله ده سم اجل ده په دښمن*
*سرحد ساتي په ټول افغانستان باندي احسان ده*
*مجهـــز ده مبارک ده محتـرم ده قدرمن*
*را وړي یی هیواد ته هم ښکلا ده هم سکون ده*
*سپین ستوری ده ځلیږي د وطن په شنه لمن*
*ګزمي کوي پیري کوي په ستړي ساه چي ګرزي*
*د ولس د سوکالۍ او هوسایني ارمانجن*
*وصال خوشامندواله خداي ښکلا ورته بخشلي*
*په لاس کي لیزري ټوپک ښایسته چانټه په تن*
چینل
https://whatsapp.com/channel/0029VagIgeiBadmU96LHae0o
❤️
👍
😮
45