
د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
February 17, 2025 at 08:05 AM
*وصــال خوشامندوال*
د غریب نه تیریده
*جمهوریت ولاړل زندګۍ د غریب نه تیریده*
*زموږ په وطن کي یوه ګړۍ د غریب نه تیریده*
*دلته خو تیر نظام نیولی وو کینسر د فساد*
*داسي مریض وو چي مړۍ د غریب نه تیریده*
*موږ نړیوال ځواکونه مات کړلو په داسي ټوپک*
*کله به بند کله مرمۍ د غریب نه تیریده*
*کابل خپلواک وو غلامان یي له غیږ وشړلو*
*یوه ورځ هم بي ازادۍ د غریب نه تیریده*
*کور به د ده وران وو طالب خوشامندوال وصاله*
*دلته جګړه تر بـــــربادۍ د غریب نه تیریده*
چینل
https://whatsapp.com/channel/0029VagIgeiBadmU96LHae0o
❤️
👍
😂
30