د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
February 19, 2025 at 01:56 PM
*وصـــال خوشامندوال* ټکوي *دلته هر څوک له ستونزو سر ټکوي* *خپل ځان پریږدي او بل اکثر ټکوي* *دلته له چا د خیر طمعه مکړه* *دلته ډبري څوک د شر ټکوي* *د ماشومانو غوندی دغه خلق* *لوبي کوي د زړګي ور ټکوی* *دلته اوس راج د تور ماښام چلیږي* *رڼا شوه ورکه مازدیګر ټکوي* *چي نه يی وژلو را لیدل یی دا حال* *رقیبان هسک ګرزي دلبر ټکوي* *خوشامندوال وصاله ستونزو کي به* *د ستا ډیر لیږ یاران ټټر ټکوي*
❤️ 👍 25

Comments