
د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
February 20, 2025 at 06:18 AM
*وصال خوشامندوال*
خبري کوي
*څوک چي د دي هیواد رهبر پوري خبري کوي*
*اسمان څکالي دي په لمر پوري خبري کوي*
*دا منافق که چیرته شي خیرالقرون کي پیدا*
*دوی به د وخت په پیغمبر پوري خبري کوي*
*د امارت او جمهوریت به یاره دومره فرق وي*
*تک تور ماښام په مازدیګر پوري خبري کوی*
*سړی خفه شي څومره ډیر بي تفاوته وخت ده*
*پیتل راځي او په سره زر پوري خبري کوي*
*څو شراب خور د تکي توري کلیسا بچیان دي*
*په سپین امام او په ممبر پوري خبري کوي*
*تعجب ده نن د دي مظلوم ولس قاتل غږیزي*
*د دي ولس د زړه په سر پوري خبري کوي*
*خوشامندواله وصاله دا دي فرشتي د مځکي*
*دوی حقاني او برادر پوري خبري کوي*
چینل
https://whatsapp.com/channel/0029VagIgeiBadmU96LHae0o
❤️
👍
43