
جامعه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه
February 2, 2025 at 03:52 PM
استاد مفتي ذکي الله ذکي د خپلې علمي رسالې څخه دفاع وکړه
یکشنبه ١٤٠٣/١١/١٤
د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې استاد مفتي ذکي الله ذکي د خپل تخصص علمي رسالې څخه په کامیابۍ سره دفاع وکړه.
یاده رساله (بررسی احکام تعزیت در فقه اسلامی) تر عنوان لاندې لیکل شوې وه، چې په دغه دفاعیه غونډه کې یې مهمې برخې په پرله پسې ډول وړاندې شوې.
وروسته د غونډې مناقشینو استادانو له نوموړي استاد څخه مننه وکړه، چې د خپلو علمي او څېړنیزو مسولیتونو په لړ کې یې خپله تحقیقي رساله لیکلې او نن یې دفاع هم وکړه.
نوموړو مناقشینو د رسالې د محتوایي او جوړښتیزو ښېګنو ستاینه وکړه او یاده علمي رساله یې مثبته ارزیابي کړه.
وروسته مشرف استاد مفتي عبدالباسط چرخي د یادو مناقشینو نه مننه وکړه، چې د رسالې په اړه یې ګټور بحثونه وکړل او خپل نظریات یې سره شریک کړل.
په پای کې ښاغلي ذکي د مشرف او مناقشینو استادانو نه مننه وکړه، چې په یاده برخه کې یې ورسره هر اړخیزه همکاري کړې او خپلې ګټورې مشورې یې ورسره شریکې کړي دي.
❤️
👍
10