
جامعه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه
February 6, 2025 at 02:30 PM
د دیني علماء کرامو د اسناد د وېش په اړه ترتیب شوې کټګورۍ:
لومړۍ کټګوري: د کابل زون هغه علماء کرام چې د ۱۴۴۵هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې د عالميې مرحلې په ازموینه کې بریالي شوي دي.
دویمه کټګوري: هغه علماء کرام چې په ۱۴۴۴هـ ق کال کې په کابل ولایت کې د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د عالمیې مرحلې په اخیستل شوې ازموینه کې بریالي شوي دي.
درېیمه کټګوري: ټول هغه علماء کرام چې د افغانستان اسلامي امارت په تېره پنځه کلنه دوره کې یې اسناد ارزیابي شوي وي یا له فتحې مخکې د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون په اخیستل شوې ازموینه کې بریالي شوي وي او د دیني جامعاتو او تخصصاتو په عمومي ریاست، وزارتونو، مستقلو ادارو، ریاستونو، په تخصصاتو، جامعاتو او امارتي پوهنتونونو کې یې د اسنادو د ارزونې او معیاري اسنادو د ترلاسه کولو په موخه نوملیکنه کړي وي.