جامعه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه
جامعه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه
February 9, 2025 at 02:04 PM
مفتي سیف الرحمن الهام د خپلې علمي رسالې څخه دفاع وکړه یکشنبه ١٤٠٣/١١/٢١ د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص څخه فارغ فاضل مفتي سیف الرحمن الهام د خپل تخصص علمي رسالې څخه په کامیابۍ سره دفاع وکړه. یاده رساله (تعریضات البخاري علی بعض الناس دراسة فقهیة) تر عنوان لاندې لیکل شوې وه، چې په دغه دفاعیه غونډه کې یې مهمې برخې په پرله پسې ډول وړاندې شوې. وروسته د جامعې د فاضلانو او علمي چارو مرستیال مفتي روح الله آخندزاده له نوموړي فاضل څخه مننه وکړه، چې د خپلو علمي او تحصیلي مسولیتونو په لړ کې یې خپله علمي رساله لیکلې او نن یې دفاع هم وکړه. دغه راز د غونډې مناقشینو استادانو شیخ محمد همایون او مفتي عبدالباسط چرخي د رسالې د محتوایي او جوړښتیزو ښېګنو ستاینه وکړه او له یو لړ هر اړخیزو بحثونو وروسته یاده علمي رساله یې مثبته ارزیابي کړه. وروسته مشرف استاد مفتي رحمت الله فرقانیار د یادو مناقشینو نه مننه وکړه، چې د رسالې په اړه یې ګټور بحثونه وکړل او خپل نظریات یې سره شریک کړل. په پای کې ښاغلي الهام د مشرف او مناقشینو استادانو نه مننه وکړه، چې په یاده برخه کې یې ورسره هر اړخیزه همکاري کړې او خپلې ګټورې مشورې یې ورسره شریکې کړي دي.
❤️ 👍 3

Comments