
جامعه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه
February 13, 2025 at 02:06 PM
په کندهار پوهنتون کې د استادانو او محصلینو لویې غونډې ته د مشرتابه حفظه الله تعالی د وینا مهم ټکي:
۱ـ د پوهنتون محصلینو ډیرې قربانۍ ورکړې، ډېر شهیدان شوي دي، الله تعالی یې دې شهادتونه قبول کړي.
۲ـ لکه څنګه چې مو په جهاد کې امتیاز حاصل کړی، همداسې په علم کې هم امتیاز حاصل کړئ، افغانستان د علم مرکز وګرځوئ، داسې چې د دنیا خلک د تعلیم لپاره دلته راشي.
۳ـ تاسو محصلین، متعلمین د دنیا ابادوونکي یاست، خلک د ښه خدمت، ښو اخلاقو او ادابو توقع در څخه لري. نو افغانستان را پورته کړئ، پخپله یې د جوړولو کوشش وکړئ، بل یې نه راجوړوي.
۴ـ په خپل علم بل چاته نفعه رسول تر خپل عبادت افضل دی، ځکه خپل عمل لازمي او بل ته نفعه رسول متعدي عبادت دی.
۵ـ د دیني او عصري علم استادان نېکمرغه دي، د شخصي منفعت پر ځای د عام منفعت لپاره کار او خدمت کوي او ټولې جامعې ته یې خیر رسیږي.
۶ـ علم د رڼا حیثیت لري لکه څرنګه چې په توره شپه کې د څراغ په رڼا کي سړی مزل کوي او لار ویني، همداسې په علم سره هر څه معلومیږي.
۷ـ دنیوي او دیني علم دواړه زده کړئ، دنیوي علم هم په دې نیت زده کړئ چې د دین خدمت پرې وکړئ.
۸ـ انسان مدنیُّ الطبع دی دنیوي او کسبي علم ته اړتیا لري او د ادم علیه السلام علم هم معاشرتي او انتظامي علم و، چې الله پاک د شیانو نومونه ورته وښودل.
۹ـ تاسو د دې هېواد راتلونکی یاست، که غواړﺉ چې سالم او امن افغانستان درته پاتې شي، نو سر له اوس څخه لاس په کار شئ، د اتفاق او اتحاد لپاره کار وکړئ او د دې وطن په جوړولو، امن، ثبات او پرمختګ کې هڅې وکړئ.
۱۰ـ انسان پر ځمکه د الله تعالی خلیفه دی، د الله تعالی پر ځمکه به د الله تعالی احکام نافذوي.
۱۱ـ زموږ په ژوند کې دوه ځله کفارو لاس راوغځاوه (یو ځل شرق او بیا غرب) چې دا جامعه فاسده او له منځه یوسي، خو افغانانو په خپل اېماني غیرت داسې شکست ورکړ، چې الله تعالی ته مو عقیده ده چې بیا به دې خواته را وهم نه ګوري.
۱۲- غربیان زموږ امن او صلحه نه غواړي، دوی دلته وژل شوي، زخمیان شوي او ناکام شوي دي اوس غواړي چي خپل انتقام واخلي.
۱۳ـ د میوند شهیدانو ته ورځئ، د خپلو اکابرو تاریخ ولیکئ، تاسو محصلین افغانستان د تاریخ ستوری کړئ.
۱۴ـ زموږ په حکومت کې به پټ مړي نه کیږي، هغه که سیاسي وي که غیر سیاسي، زه د خپل حکومت په دفاع کې د پټو مړو کولو اجازه نه ورکوم او نه یې طرف دار یم، هر څه به د محکمې په فیصله باندي ترسره کیږي.
❤️
👍
8